شکر څه شی دی؟

بنسټیز حقیقتونه

  • د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ۱۹۹۰ کال کې له ۲۰۰ ملیونو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۸۳۰ ملیونو ته لوړ شوی دی. د دې ناروغۍ خپرېدا په بې وزلو او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د بډایه هېوادونو په پرتله په چټکۍ سره روانه ده.
  • په ۲۰۲۲ کال کې له نیمایي څخه ډېرو هغو کسانو چې شکره یې درلوده، درمل نه دي کارولي. د شکرې د درملنې اسانتیاوې په بې وزلو او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې تر ټولو لږې وې.
  • شکره د سترګو د لید له منځه تلو، د پښتورګو درېدو، د زړه رګونو بندېدو، دماغي سکتې او د پښو د پرې کېدو لامل ګرځي.
  • په ۲۰۲۱ کال کې، شکره او د هغې له امله د پښتورګو ناروغیو تر ۲ ملیونو څخه د ډېرو کسانو د مړینې لاملونه وګرځېدل. سربېره پر دې، د زړه او رګونو دناروغیو د مړینې شمېر په هرو ۱۰۰ مړینو کې ۱۱ یې د وینې د ګلوکوز د لوړې اندازې له امله وې.
  • روغ خواړه، پرله پسې بدني روزنه، د مناسب وزن ساتل او له سګرټو او تنباکو څخه لرې والی د دویم ډول شکرې د مخنیوي یا ځنډولو لارې دي.
  • د شکرې درملنه کېدلی شي او د هغې د بدو پایلو مخه د خوړو، بدني فعالیت، درملو او د ناروغۍ د اختلاطاتو د پر وخت پلټنې او درملنې له لارې نیول کېدلی یا ځنډېدلی شي.
  • شکره یوه اوږدمهاله ناروغي ده او هغه مهال رامنځته کېږي چې تریخی (پانکراس) په کافي اندازه انسولین جوړ نه کړي او یا هم بدن نشي کولی چې جوړ شوی انسولین په سمه توګه وکاروي. انسولین هغه هورمون دی چې په وینه کې د ګلوکوز (بورې) کچه برابروي. “هایپرګلایسیمیا” یا په وینه کې د ګلوکوز زیاتوالی د نه کنټرول شوې شکرې یوه عامه نښه ده چې د وخت په تېرېدو سره د بدن ډېرو غړو، په ځانګړي ډول اعصابو او د وینې رګونو ته سخت زیان رسوي.

    په ۲۰۲۲ کال کې، له ۱۸ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو کسانو ۱۴ سلنه یې شکره اخته وو، چې دا کچه په ۱۹۹۰ کال کې یوازې ۷ سلنه وه. په ۲۰۲۲ کال کې له ۳۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو کې، ۵۹ سلنه ناروغانو درمل نه کارول.

    په ۲۰۲۱ کال کې، شکره د ۱.۶ ملیونه مړینو مستقیم لامل وه او ۴۷ سلنه دا مړینې له ۷۰ کلنۍ څخه په کم عمر کې وشوې. د پښتورګو د ناروغۍ له امله ۵۳۰،۰۰۰ نورې مړینې هم د شکرې له امله وې.

    له ۲۰۰۰ کال راهیسې د شکر له امله د مړینې کچه مخ په لوړېدو ده. خو برعکس، د څلورو نورو لویو غیر ساري ناروغیو (زړه ناروغي، سرطان، ساه لنډي او شکره) له امله د مړینې شونتیا د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په نړیواله کچه ۲۰ سلنه راکمه شوې ده.

په۲۰۵۰ کال کې په نړی کې په شکرې د اخته کسانو احتمالي شمېر
په نړی کې په شکرې د اخته کسانو شمېر

د شکرې ډولونه

  • لومړی ډول شکره

    دا ډول شکره (چې پخوا ورته د ماشومتوب یا په انسولین پورې تړلې شکره ویل کېده) د انسولین د نشتوالي یا کمښت له امله رامنځته کېږي او ناروغ باید هره ورځ انسولین وکاروي. په ۲۰۱۷ کال کې ۹ ملیونه کسان په دې ډول اخته وو چې ډېری یې په بډایه هېوادونو کې اوسېدل. د دې ډول شکرې لامل او د مخنیوي لاره لا تر اوسه معلومه نه ده.

    دویم ډول شکره

    دا ډول شکره ستاسو د بدن له خوا د انرژۍ لپاره د ګلوکوز (بورې) پر کارولو اغېز کوي. دا ناروغي بدن نه پرېږدي چې انسولین په سمه توګه وکاروي. دویم ډول شکره ډېری وخت د مخنیوي وړ وي. هغه لاملونه چې دا ناروغي رامنځته کوي عبارت دي له: ډېر وزن، بې تحرکي (ورزش نه کول) او ارثي لاملونه.ددې ناروغۍ د ناوړه اغېزو د له منځه وړلو لپاره پر وخت تشخیص ډېر اړین دی. تر ټولو غوره لاره دا ده چې په دوامداره توګه د روغتیايي کارکوونکو لخوا معاینه شي او د وینې ازموینه ترسره کړي. د دویم ډول شکرې نښې ښايي ډېرې کمزورې وي او د هغو پېژندل ښايي څو کاله وخت ونیسي. دا نښې ښايي د لومړي ډول خوږې نښو ته ورته وي، خو ډېری وخت هغومره څرګندې نه وي. له همدې امله، دا ناروغي کله ناکله د پیل څخه څو کاله وروسته هغه مهال تشخیص کېږي چې نورې روغتیايي ستونزې او زیانونه لا رامنځته شوي وي. له ۹۵ سلنې څخه ډېر ناروغان همدغه دویم ډول شکره لري. پخوا دا یوازې په لویانو کې لیدل کېده، خو اوس په ماشومانو کې هم په چټکۍ سره خپرېږي.

    د امېدوارۍ شکره

    دا ډول شکره د امېدواري پر مهال رامنځته کېږي، کله چې په وینه کې د بورې کچه له نورمال څخه لوړه خو د بشپړې شکره له کچې ټیټه وي. هغه مېرمنې چې دا ډول شکره لری د امېدوارۍ او زیږون پر مهال د اختلاطونو له خطر سره مخ دي. دغه مېرمنې او د هغوی ماشومان په راتلونکي کې د دویم ډول شکره له لوړ خطر سره مخ دي.

    د امیندوارۍ شکره د نښو د څرګندېدو پر ځای، د ماشوم له زېږون وړاندې د ځانګړو معاینو او پلټنو (سکرینینګ) له لارې پېژندل کېږي.

د شکرې نښې نښانې

د شکرې نښې ښايي ناڅاپه راڅرګندې شي. په دویم ډول شکره کې، دا نښې کله ناکله دومره کمزورې وي چې ښايي کلونه کلونه پرې څوک پوه نشي. د شکرې نښې نښانې دا دي:

  • د تندې سخت احساس
  • له معمول څخه ډېر د بولو کولو اړتیا
  • د د لید تتوالی
  • د ستړیا احساس
  • په ناڅاپي ډول د وزن کمېدل

د وخت په تېرېدو سره، شکره د زړه، سترګو، پښتورګو او اعصابو رګونه زیانمنوي. هغه کسان چې شکره لري، د زړه د درېدو او پښتورګو د خرابېدو له لوړ خطر سره مخ دي. د سترګو د رګونو د زیانمنېدو له امله دا ناروغي د تلپاتې ړوندوالي لامل هم کېدای شي. ډېری ناروغان د پښو له ستونزو سره مخ کېږي، ځکه اعصاب یې زیانمنېږي او وینه یې په پښو کې په سمه توګه نه ګرځي؛ دا چاره د پښو د پرهارونو (زخمونو) او ان د پښې د پرې کېدو لامل ګرځي.

مخنیوی

د ژوند د بڼې بدلول د دویم ډول شکرې د مخنیوي غوره لاره ده. د دې لپاره:

  • خپل وزن په مناسبه کچه وساتئ.
  • په اونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې منځنی ورزش یا بدني فعالیت وکړئ.
  • روغ خواړه وخورئ او له بورې او ډېرو غوړیو ډډه وکړئ.
  • له تنباکو او سګرټو لرې اوسئ.

تشخیص او درملنه

د وینې د بورې د ارزانه ازموینې له لارې دا ناروغي ژر تشخیص کېدای شي. د لومړي ډول شکرې ناروغان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د انسولین پېچکارۍ ته اړتیا لري. د دویم ډول شکرې لپاره ځینې ناروغان درملو او نورو ته اړتیا لري. سربېره پر دې، ناروغان ښايي د وینې د فشار د کنټرول او د نورو ستونزو د مخنیوي لپاره اضافي درملو او د پښو، سترګو او پښتورګو پرله پسې معایناتو ته اړتیا ولري.

اخځلیکونه: