د ناروغیو په هکله معلومات ترلاسه کړئ
د ناروغیو له نښو نښانو، درملنې او نورو څخه ځان خبر کړئ
د ناروغیو ټولګي
سرطان
سرطان د بدن د حجرو غیر کنټرول شوې وده او پراختیا ده. دا ناروغۍ ممکن په هره برخه کې رامنځته شي او وروسته نورو برخو ته خپریږي. سرطان د مختلفو عواملو لکه جنټیکي بدلونونه، محیطي عواملو او د ژوند څرنګوالي له امله رامنځته کیږي. که سرطان په وخت تشخیص نشي، نو د ژوند لپاره جدي ګواښ کیدای شي.
ساري ناروغۍ
ساري ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې د مختلفو میکروبونو، بکتریاوو، ویروسونو، فنجي او پاراسایټونو له امله رامنځته کیږي. دا ناروغۍ کولی شي له یوه شخص څخه بل ته، یا له حیواناتو څخه انسانانو ته انتقال شي . د ساري ناروغیو خپرېدنه اکثراً د مستقیم تماس، ککړو خوړو او اوبو، یا د هوا له لارې ترسره کیږي.
غیر ساري ناروغۍ
غیر ساري ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې د میکروبونو له امله نه رامنځته کیږي او له یو انسان څخه بل ته نه خپریږي. دا ناروغۍ د جنټیکي، محیطي او یا د ژوند د ناسمو عادتونو له امله رامنځته کیږي. غیر ساري ناروغۍ په زیاترو مواردو کې اوږدمهاله او د ژوند د کیفیت په اړه جدي اغیزه لري. د دې ناروغیو سم مدیریت او مخنیوی خورا مهم دي.
جنټیکي ناروغۍ
جنټیکي ناروغی هغه ناروغی دي چې د بدن د جنټیکي موادو (DNA) کې د بدلونونو له امله رامنځته کیږي. دا بدلونونه یا د مور او پلار له لارې منتقل کیږي، یا د ژوند په اوږدو کې د جین میوټېشن له لارې رامنځته کیږي. جنټیکي ناروغی کولی شي د یو شخص ژوند اغیزمن کړي او د نسلونو لپاره ارثي اغیزې ولري.
آټوامیون ناروغۍ
آټوامیون ناروغۍ هغه حالت ته ویل کیږي چې د بدن دفاعي سیستم خپل بدن د بهرني جسم په توګه پېژني او په دې توګه د خپل بدن په ځینو برخو یا غړو باندې حمله کوي. دا ناروغۍ معمولا د سوځښت، درد، او زیان د رامنځته کېدو سبب ګرځي. په دې ناروغیو کې په مفصلونو، پوستکي، او د بدن په نورو برخو کې اغیزه لیدل کیږي.
چاپیریالي ناروغۍ
چاپیریالي ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې د چاپیریال سره تړاو لري او د هوا ککړتیا، زهرجنو موادو او اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کیږي. دغه ناروغۍ کولی شي د وخت په اوږدو کې انسانانو ته زیان ورسوي. چاپیریال ساتنه او د هغه پرمخ وړنه د دې ناروغیو د مخنیوي لپاره اغېزمنې لارې چارې دي.