د وینې لوړ او ټیټ فشار

بنسټیز حقیقتونه

د وینې فشار هغه ځواک دی چې وینه د شریانونو پر دېوالونو راوړي. د وینې فشار په دوو شمېرو ښودل کېږي: سیسټولیک فشار او ډایسټولیک فشار.

  • سیسټولیک یا لومړۍ شمېره هغه فشار ښيي چې زړه د ټکان پر مهال وینه پمپ کوي.
  • ډایسټولیک یا دویمه شمېره هغه فشار ښيي چې زړه د دوو ټکانونو ترمنځ استراحت کوي.
  • د ډېرو لویانو عادي فشار له ۱۲۰/۸۰ mm Hg څخه کم وي.
  • د وینې ټیټ فشار عموماً له ۹۰/۶۰ mm Hg څخه کم فشار ته ویل کېږي.
  • د لوړ فشار د تشخیص اندازه د کارېدونکي طبي لارښود له مخې توپیر کوي.
  • د روغتیا نړیوال سازمان لوړ فشار هغه حالت بولي چې په دوو بېلابېلو ورځو کې سیسټولیک فشار ۱۴۰ یا تر دې لوړ، ډایسټولیک فشار ۹۰ یا تر دې لوړ، یا دواړه وي.
  • CDC د خپلو لارښودونو له مخې هغه فشار لوړ بولي چې په پرله‌پسې توګه ۱۳۰/۸۰ mm Hg یا تر دې لوړ وي.
  • د وینې لوړ فشار ډېری وخت هېڅ نښه نه لري.
  • ځینې کسان تل ټیټ فشار لري، خو هېڅ نښه نه لري او دا حالت د هغوی لپاره عادي وي.
  • ناڅاپي یا له نښو سره یوځای ټیټ فشار خطرناک کېدای شي، ځکه زړه، دماغ او نورو مهمو غړو ته کافي وینه نه رسېږي.
  • په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ شاوخوا ۱.۴ میلیارده کسان چې عمرونه یې له ۳۰ تر ۷۹ کلونو وو، د وینې لوړ فشار درلود.
  • د لوړ فشار شاوخوا ۴۴ سلنه ناروغان نه پوهېدل چې لوړ فشار لري.
  • یوازې شاوخوا ۲۳ سلنه ناروغانو خپل لوړ فشار تر کنټرول لاندې درلود.

پېژندنه

هر ځل چې زړه ټکان کوي، وینه شریانونو ته پمپ کوي. د وینې له خوا د شریانونو پر دېوالونو راوړل شوی ځواک د وینې فشار بلل کېږي.
د وینې فشار د ورځې په اوږدو کې د انسان د فعالیت له مخې بدلېږي. که فشار په پرله‌پسې توګه له عادي اندازې لوړ پاتې شي، دې حالت ته د وینې لوړ فشار یا Hypertension ویل کېږي. لوړ فشار که درملنه نه شي، د زړه، دماغ، پښتورګو، سترګو او د وینې رګونو ته زیان رسولی شي.
کله چې وینه د وینې په رګونو کې له عادي اندازې په کم فشار حرکت کوي، دې حالت ته د وینې ټیټ فشار یا Hypotension ویل کېږي. ټیټ فشار د ځینو کسانو لپاره عادي وي، خو په نورو کسانو کې ناڅاپي ټیټوالی یا له نښو سره یوځای ټیټ فشار له روغتیايي ستونزې سره تړاو لرلی شي.

د وینې لوړ او ټیټ فشار کوم لاملونه لري؟

د وینې لوړ فشار:

د وینې لوړ فشار معمولاً د وخت په تېرېدو سره وده کوي. ځینې هغه عوامل چې د لوړ فشار خطر زیاتوي، د بدلون وړ دي او ځینې نور نه شي بدلېدای.

د لوړ فشار د خطر عوامل دا دي:

  • زیات عمر
  • جنتیکي عوامل
  • د لوړ فشار کورنۍ سابقه
  • زیات وزن یا چاغوالی
  • د فزیکي فعالیت کموالی
  • د ډېرې مالګې لرونکو خوړو کارول
  • د مشبوع او ټرانس غوړو ډېر استعمال
  • د مېوو او سبزیو کم استعمال
  • د تنباکو کارول
  • د الکولو ډېر استعمال
  • شکر ناروغي
  • د پښتورګو ناروغي
  • اوږدمهاله فشار، اندېښنه یا خپګان
  • امیندوارۍ

د وینې ټیټ فشار:

ځینې کسان تل ټیټ فشار لري او هېڅ نښه نه احساسوي. په نورو کسانو کې د وینې فشار ناڅاپه راټیټېږي یا د یوې روغتیايي ستونزې او ځینو درملو له امله ټیټېږي.

د ټیټ فشار لاملونه دا دي:

  • د ټپ له امله د وینې ضایع کېدل
  • په بدن کې د اوبو کمښت
  • شکر ناروغي
  • د زړه ستونزې، لکه د زړه نامنظم ټکان
  • د عصبي سیستم ځینې ستونزې
  • د لوړ فشار، خپګان یا پارکینسن ناروغۍ ځینې درمل
  • امیندوارۍ

په زړو کسانو کې د درېدو یا له خوړو وروسته د فشار ټیټېدل، سر ګرځېدل، بې‌هوښي او لوېدل ډېر لیدل کېدای شي. په هغوی کې د لوړ فشار د درملو له امله هم ټیټ فشار پیدا کېدای شي.

نښې نښانې

د وینې لوړ فشار:

د وینې لوړ فشار معمولاً هېڅ څرګنده نښه نه لري. د فشار اندازه کول یوازینۍ لاره ده چې له مخې یې یو کس پوهېدای شي چې لوړ فشار لري.

کله چې د وینې فشار ډېر لوړ وي، معمولاً ۱۸۰/۱۲۰ mm Hg یا تر دې لوړ، لاندې نښې پیدا کېدای شي:

  • شدید سر درد
  • د سینې درد
  • سر ګرځېدل
  • د ساه اخیستلو ستونزه
  • زړه بدوالی
  • کانګې
  • د سترګو د لید خړوالی یا نور بدلونونه
  • اندېښنه
  • ذهني ګډوډي
  • په غوږونو کې شور
  • له پوزې وینه بهېدل
  • د زړه نامنظم ټکان

که یو کس ډېر لوړ فشار او له دې نښو څخه کومه نښه ولري، باید سمدستي طبي پاملرنه ترلاسه کړي.

د وینې ټیټ فشار:

ډېری کسان د ټیټ فشار هېڅ نښه نه احساسوي. په نورو کسانو کې لاندې نښې پیدا کېدای شي:

  • ذهني ګډوډي
  • سر ګرځېدل یا د سر سپکوالی
  • بې‌هوښي
  • ستړیا یا کمزوري
  • د سترګو د لید خړوالی
  • سر درد
  • د غاړې یا ملا درد
  • زړه بدوالی
  • د زړه چټک، سخت یا نامنظم ټکان

که فشار ډېر ټیټ شي، د بدن مهمو غړو ته کافي اکسیجن او غذايي مواد نه رسېږي او شاک پیدا کېدای شي.

د شاک نښې دا دي:

  • سوړ او خوله ناک پوستکی
  • چټکه ساه اخیستل
  • د پوستکي شین رنګ
  • کمزوری او چټک نبض

شاک بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

مخنیوی

د ژوند په طرز کې بدلونونه د وینې د لوړ فشار په مخنیوي او کمولو کې مرسته کوي.

د لوړ فشار د مخنیوي او کنټرول لپاره:

  • ډېرې مېوې او سبزۍ وخورئ.
  • سالم او د لږې مالګې لرونکي خواړه وخورئ.
  • د مشبوع او ټرانس غوړو لرونکي خواړه کم کړئ.
  • لږ کښېنئ او ډېر فزیکي فعالیت وکړئ.
  • هره اوونۍ لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې متوسط فزیکي فعالیت یا ۷۵ دقیقې شدید فزیکي فعالیت وکړئ.
  • په اوونۍ کې دوه یا ډېرې ورځې د عضلو د پیاوړتیا تمرینونه وکړئ.
  • که وزن مو زیات وي، وزن کم کړئ.
  • مناسب وزن وساتئ.
  • تنباکو مه کاروئ.
  • د الکولو اندازه محدوده کړئ.
  • ذهني فشار اداره کړئ.
  • د وینې فشار په منظم ډول اندازه کړئ.
  • نورې روغتیايي ستونزې اداره او درملنه کړئ.
  • ټاکل شوي درمل د روغتیايي کارکوونکي د لارښوونې مطابق واخلئ.
  • خپلې طبي لیدنې مه پرېږدئ.

که یو کس تل ټیټ فشار ولري، خو هېڅ نښه نه لري، ټیټه اندازه یې د هغه لپاره عادي کېدای شي. ناڅاپي ټیټ فشار یا له نښو سره یوځای ټیټ فشار له روغتیايي ستونزې یا ځینو درملو سره تړاو لرلی شي.

تشخیص او درملنه

د وینې فشار د فشار اندازه کولو د دستګاه او د لاس پر شاوخوا تړل کېدونکي کمربند په وسیله اندازه کېږي. د فشار اندازه کول چټک او له درد پرته دي.

د وینې لوړ فشار:

د وینې لوړ فشار ډېر وخت هېڅ نښه نه لري. روغتیايي کارکوونکی د تشخیص لپاره سیسټولیک او ډایسټولیک فشار ګوري او له طبي لارښودونو سره یې پرتله کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان له مخې، لوړ فشار هغه وخت تشخیصېږي چې په دوو بېلابېلو ورځو کې:

  • سیسټولیک فشار ۱۴۰ mm Hg یا تر دې لوړ وي.
  • ډایسټولیک فشار ۹۰ mm Hg یا تر دې لوړ وي.
  • یا دواړه شمېرې لوړې وي.

د CDC د لارښود له مخې، په پرله‌پسې توګه ۱۳۰/۸۰ mm Hg یا تر دې لوړ فشار، لوړ فشار ګڼل کېږي.
د لوړ فشار درملنه د ژوند په طرز کې بدلون او د اړتیا پر مهال درمل شاملوي. ځینې کسان یوازې د سالمو خوړو، فزیکي فعالیت، وزن کمولو او د تنباکو پرېښودلو له لارې خپل فشار کمولی شي. ځینې نور کسان درملو ته اړتیا لري. د درملو ډول او د فشار موخه د ناروغ له نورو روغتیايي ستونزو سره تړاو لري. د ډېرو کسانو لپاره موخه له ۱۴۰/۹۰ mm Hg څخه ټیټ فشار دی. د زړه ناروغۍ، دماغي سکتې، شکر، د پښتورګو اوږدمهالې ناروغۍ یا د زړه د ناروغۍ د لوړ خطر لرونکو کسانو لپاره موخه له ۱۳۰/۸۰ mm Hg څخه ټیټ فشار دی.

د وینې ټیټ فشار:

د ډېرو لویانو لپاره له ۹۰/۶۰ mm Hg څخه کم فشار ټیټ فشار ګڼل کېږي. یوازې ټیټه شمېره تل د ستونزې معنا نه لري، ځکه ځینې کسان تل ټیټ فشار لري او هېڅ نښه نه احساسوي.
که د ټیټ فشار له امله سر وګرځي، کمزوري یا نورې نښې پیدا شي، کښېناستل ممکن نښې کمې کړي. که ټیټ فشار د شاک سبب شي، سمدستي بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

اختلاطونه

د وینې لوړ فشار:

له کنټرول پرته لوړ فشار شریانونو، زړه، دماغ، پښتورګو او سترګو ته جدي زیان رسولی شي.

د لوړ فشار اختلاطونه دا دي:

  • د سینې درد یا انجاینا
  • د زړه حمله
  • د زړه ناکامي
  • د زړه نامنظم ټکان
  • دماغي سکته
  • د دماغ د فعالیت کمزوري او ډیمنشیا
  • د پښتورګو زیان او د پښتورګو ناکامي
  • د سترګو زیان او د لید کمېدل یا له منځه تلل
  • د زړه د والو ناروغي
  • د حمل اړوند ستونزې

د وینې ټیټ فشار:

که فشار ډېر ټیټ شي، زړه، دماغ او نورو مهمو غړو ته کافي وینه، اکسیجن او غذايي مواد نه رسېږي.

د ټیټ فشار اختلاطونه دا دي:

  • بې‌هوښي
  • لوېدل
  • د ټپ خطر
  • شاک
  • د زړه حملې خطر
  • د دماغي سکتې خطر

شاک د بدن حجرو او نسجونو ته زیان رسولی شي او بیړنۍ طبي پاملرنې ته اړتیا لري.

اخځلیکونه: