د محرمیت تګلاره او د کارونې قانوني شرایط (Privacy Policy and Terms of Use )
زموږ د ویب پاڼې په کارول سره تاسو لاندې شرایط منلي دي. مهرباني وکړئ دا متن په ځیر سره ولولئ:
۱. د معلوماتو یوازې خبرتیايي ارزښت (Informational Purpose Only)
په دې ویب پاڼه کې ټول مطالب، ژباړې او طبي معلومات یوازې د عامه پوهاوي لپاره دي.
- دا طبي مشوره نه ده: دلته وړاندې شوي معلومات هیڅکله د متخصص ډاکټر د مشورې، تشخیص یا درملنې ځای نه شي نیولی.
- بیړني حالات: که تاسو له جدي روغتیایي ستونزې سره مخ یئ، سمدلاسه نږدې روغتون یا ډاکټر ته مراجعه وکړئ. په انټرنیټي معلوماتو تکیه مه کوئ.
۲. د منځپانګې سرچینې او د ژباړې دقت (Content & Sources)
موږ طبي معلومات له باوري نړیوالو سرچینو لکه (WHO, CDC, NIH, Medline Plus, Wikipedia) او نورو څخه پښتو ته ژباړو.
- د ژباړې تېروتنې: سره له دې چې موږ د دقت هڅه کوو، خو په ژباړه کې د انساني یا تخنیکي غلطۍ احتمال شتون لري. موږ د هغو معلوماتو د بشپړ درستوالي تضمین نه کوو چې له انګلیسي څخه پښتو ته اړول شوي وي.
- تغیرات: طبي علم په چټکۍ سره تغیر کوي؛ ممکن ځینې معلومات چې دلته خپاره شوي، په نړیواله کچه نوي شوي وي خو دلته لا هم زاړه وي.
۳. د کاروونکو ډاټا او شخصي معلومات (User Data)
موږ ستاسو د محرمیت ساتلو ته ژمن یو:
- کله چې تاسو زموږ په خبرپاڼه (Newsletter) یا نورو کې ګډون کوئ، موږ یوازې ستاسو معلومات له ځانه سره خوندي کوو.
- موږ ستاسو ډېټا په هیڅ صورت نه پلورو او نه یې له کوم بل شرکت سره شریکوو.
- تاسو هر وخت حق لرئ چې له موږ څخه وغواړئ چې ستاسو اړونده دېټا زموږ له ډېټابیز څخه پاک کړو.
۴. حساس معلومات (Sensitive Information)
موږ له خپلو کاروونکو څخه په هیڅ ډول حساس طبي معلومات (لکه د ناروغۍ تاریخچه، طبي عکسونه، یا شخصي روغتیایي اسناد) نه غواړو. مهرباني وکړئ موږ ته په ایمیل یا تبصرو کې خپل حساس روغتیایي معلومات مه لیږئ. که تاسو دا کار وکړئ، موږ یې د امنیت په موخه سمدلاسه حذف کوو او په اړونده یې مسوولیت په غاړه نه اخلو.
۵. بهرنۍ لینکونه (External Links)
زموږ په مطالبو کې زیاتره وخت د نورو ویب پاڼو لینکونه موجود دي.
- کله چې تاسو زموږ له پاڼې ووزئ او بلې پاڼې ته لاړ شئ، موږ د هغې ویب پاڼې د منځپانګې، امنیت او محرمیت هیڅ مسؤلیت نه لرو. هر سایټ خپله ځانګړې تګلاره لري.
۶. د عمر محدودیت (Age Policy)
دا ویب پاڼه د هغو کسانو لپاره ده چې عمر یې له ۱۳ کلونو پورته وي. موږ په قصدي ډول د ماشومانو معلومات نه راټولوو. که موږ خبر شو چې کوم ماشوم خپل معلومات راسره شریک کړي، موږ به یې سمدلاسه له خپل سیسټم څخه وباسو.
۷. قانوني خوندیتوب (Limitation of Liability)
ژوندپال ZwandPal او د هغې چلوونکي د کومې روغتیایي ستونزې، زیان یا جانبي عوارضو مسؤل نه دي چې د دې ویب پاڼې د معلوماتو په کارولو سره رامنځته کیږي. د معلوماتو کارول ستاسو خپل مسؤلیت دي.